د سټارز انډ سټرایپس په نامه امریکایي ورځپاڼې ویلي چې واشنګټن غواړي خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي او له همدې امله امریکا پر ولسمشر غني فشار راوړی دی څو هر څه ژر له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي. ورځپاڼه کاږي، امریکا پر ولسمشر غنی فشارونه ډېر کړي دي څو طالبانو سره پر یوه موافقه سلا شي او په همدې توګه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي. ورځپاڼې دغه راز د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي افغان دولت د تر وخت مخکې ټاکنو طرحه وړاندیز کوي او ولسمشر به پکې کاندید نه وي زیاته کړې، ولسمشر غني دا طرحه د امریکا د مؤقت حکومت په مقابل کې چمتو کړې ده خو دا چې دغه طرحه به تر کومه حده د ښکېلو اړخونو پوښتنې او ضرورتونه ځواب کړي وخت به یې ځواب ووایي.
































