د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ازبکستان ته تللی و او هلته یې له ازبکستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا تر څنګ پر افغان سولې خبرې کړې دي. ظریف ویلي چې دوی به د افغانستان د سولې په مسئله کې همکارۍ ډېروي او په دې باور دي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. ازبکستاني لوري هم ویلي چې دوی تل په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او د سیمې له هېوادونو سره په ګډه بیا هم په دې پروسه کې هر ډول اړینو همکاریو ته تیار دي.
































