د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي دومره افغانستان او افغانان سولې ته نږدې کېږي. د لاوروف په خبره هند په سیمه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستندوی په توګه په دې پروسه کې مهم رول لري او باید خپلې هڅې لا ډېرې کړي. لاوروف وایي هند د افغان سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه په جوړوو شوو کنفرانسونو او غونډو کې رغنده رول لوبولی دی او روسیه یې د هڅو ستاینه کوي. دغه لوړپوړي روسي ديپلومات ویلي چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې اجماع په لا پياوړتیا کې هڅه کوي. تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د افغان سولې او دلته د سیاسي حل له درکه هند ته رامنځ ته شوې اندېښنې له منځه یوسي.
































