د راپورونو له مخې وسله والو له سپکو او درنو وسلو په استفادې د زندان پر اداري برخه برید وکړ او تر برید وروسته یې ټولې لارې د زندانیانو پر مخ خلاصې کړې. د نایجریا حکومت وایي چې ټولټال ۱۸۴۶ زندانیان تښتېدلي دي او شاوخوا ۳۰ زندانیان په زندان کې پاتې وو. د نایجیریا حکومت ددې کار مسوولیت د بیا فرا بلواګرې ډلې پر اوږو اچوي خو دغه ډلې ویلي چې په دې کار کې لاس نه لري. پر دې زندان د برید پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.
































