امریکا یو ځل بیا ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان د سرتېرو ایستل ګران کار دی. د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي بایډن باوري دی چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان د سرتېرو ایستل ګران کار دی. دده په خبره نه یوازې له سیاسي او امنیتی لحاظه بلکې له تخنیکي او لوجستیکي پلوه هم تر مې میاشتې پورې له افغانستان د پاتې عسکرو ایستل ګران کار دی. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي وو چې تر مې میاشتې پورې له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل ورته ناشونی کار برېښي. امریکا د رسمي شمېرو له مخې دمګړی شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر په افغانستان کې لري چې نړیوالې رسنۍ بیا دا شمېره تر ۳۵۰۰ پورې ښيي. د دوحې له هوکړې سره سم امریکا اړ ده چې د مې تر لومړۍ نېټې خپل ټول عسکر له افغانستان وباسي.
































