د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د دغه هېواد د پارلمان رییس به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر کابل ته راشي. نوموړي ویلي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل دي. د پاکستاني پارلمان رییس وروسته تر هغه کابل ته راځي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ځانګړې توګه سوداګریزې اړیکې څه ناڅه ښې شوې دي او پرون له څلور کلن ځنډ وروسته د غلام خان بندر له لارې پر افغاني محصولاتو بار څو موټرونه پاکستان ته رسېدلي دي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































