د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپريل په ۶مه نېټه (( د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين کړنې )) سپين کتاب خپور کړ. په دغه کتاب کې د بېوزلۍ ضد د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چينايانو د مبارزې بهير ته کتنه شوې، د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې د چين د کړنو او کوښښونو په اړه پکې مالومات ورکړل شوي او د چين اړوندې اغېزمنې طريقې او ګټورې تجربې پکې بيان شوې دي.
د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې ملي کانګرې له تر سره کېدو څخه د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې چين د ۸ مسلسلو کلونو د کوښښونو په رڼا کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو ټاکلې موخې ته رسيدلی او د کليوالو سيمو ۹۸ ميليونه او ۹۹۰ زره بېوزله وګړي، ۸۳۲ بېوزله ولسوالۍ او ۱۲۸ زره بېوزله کلي له بېوزلۍ څخه اوباسلي دي. د چين د بېوزلۍ ضد مبارزې برياليتوب نه يوازې د دغه هيواد بلکې د نړۍ د بېوزلۍ له منځه وړلو په تاريخ کې بې ساری ګام دی.
د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين کوښښونه دا ښيي، چې که موږ ټينګ هوډ او پياوړې ارادې سره کوښښونه وکړو، هرومرو به د بېوزلۍ د ليرې کولو او د شتمن او نيکمرغه ژوند پر لوري پرمختګ وکړو.
(( د بېوزلۍ د له منځه وړلو د ځانګړو لارو چارو تطبيق )) دا د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نظريې او عمل په برخو کې د چين ستر نوښت بلل کيږي او په دغه هېواد کې د بېوزلۍ ضد مبارزې د برياليتوب لپاره پرېکنده طريقه ده.
د چين حکومت د هرې بېوزلې کورنۍ دوسيې ثبت کړي او د دغو بېوزلو کورنيو د غريبۍ مختلف لاملونه يې روښانه کړي او مشخصې او اغېزمنې لارې چارې يې تر سره کړې دي. د چين حکومت د بېلا بېلو بېوزلو سيمو وضعيت ته په کتو د توليدي چارو د پرمختګ، مناسبو ځايونو ته د بېوزلو کسانو د انتقال، ايکولوژيکي بشپړتيا، د ښوونې د پرمختګ او ټولنيز ضمانت له لارې ځايي ستونزې حل کړې دي او د بېوزلۍ د کمولو موثريت يې لوړ کړی دی.
چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه خپله ځانګړې لاره جوړه کړې او نويې نظريې يې وړاندې کړي او د بېوزلۍ ضد نړيوالې مبارزې لپاره يې ګټورې تجربې برابرې کړې دي.
چين له نړۍ پرته وده نشي کولی او نړۍ له چين پرته وده نشي کولی. چين د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې نړيوالو همکاريو کې فعال ګډون کړی او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په نړيوالو چارو کې يې د پېشنهاد کوونکي، هڅوونکي او خدمت کوونکي رول لوبولی دی.
په دغه سپين کتاب کې دې ته اشاره شوې، چې چين په پوره توګه شديده بېوزلي له منځه وړلې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ له اجنډا نه لس کاله مخکې بشپړه کړې او د انسانانو د پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.
چين لا هم د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او د پرمختګ د نابرابرۍ او د ښارونو او کليو ترمنځ د توپيرونو د حل او د وګړو د هراړخيز پرمختګ او د ټولو خلکو د ګډ شتمن ژوند لپاره پر له پسې کوښښونو ته اړتيا لري. چين هيله لري، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لا زيات کوښښونه وکړي.
































