د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې سرګي لاوروف په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی او د سفر ستره موخه یې هم پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره خبرې کول دي. لاوروف به له پاکستان وغواړي چې په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. هغه تر دې وړاندې هند ته تللی و او له هندي چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې. سرګي لاوروف ټینګار کړی و چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو رول مهم دی او دلته ثبات د ټولو اړخونو په ګټه دی.
































