د امریکا او ایران ترمنځ پر اټومي مسایلو د غیر مستقیمو مذاکراتو لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې دغه مذاکرات د اروپايي ټولنې په مرسته ترسره شوي چې په هغه کې د اټومي تړون غړي هېوادونه هم حاضر و. ایراني چارواکو ویلي په دې مذاکراتو کې له امریکا سره هېڅ ډول مستقیمې خبرې نه دي شوې، بلکې له غړو هېوادونو سره پر دې بحث شوی چې څنګه باید پر ایران وضع شوي محدودیتونه او بندیزونه لرې کړل شي او دغه هېواد به بېرته اټومي تړون ته ورګرځي. سپينې ماڼۍ هم ویلي چې غیر مستقیمې خبرې ترسره شوې دي او تمه ده چې دغه مذاکرات دوام وکړي.
































