د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې امریکا په سیمه کې د ثبات ګډوډولو هڅه کوي خو ټینګار یې کړی دی چې دوی به نور د دغه هېواد پر پاروونکو اقداماتو چوپ پاتې نه شي. لاوروف په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې روسیه په سیمه کې د سولې او ثبات او د سیمې له ټولو هېوادونو سره د سالمو اړیکو غوښتونکې ده. هغه زیاته کړې، روسیه غواړي چې د سیمې ټول هېوادونه باید د خپلو اختلافاتو د حل لپاره سوله ییزې لارې چارې ولټوي. هغه د خپلو خبرو پر دوام پر امریکا تور پورې کړی دی چې په سیمه کې د تفرقې اچولو په لټه کې ده او باید نور له ورته چارو لاس پر سر شي، ځکه د ده په خبره، دا چاره نه یوازې د سیمې بلکې د ټولې نړۍ لپاره بدې پایلې لرلی شي.
































