ديپلومات نشریې په یوه مطلب کې ویلي چې د ټولو اړخونو تمرکز پر دې دی څو په ترکیه کې د افغان سولې په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي او ټولې هیلې همدې مسئلې ته راټولې شوې څو دغه جګړې ته یو سیاسي حل پیدا شي. نشریه لیکي ټول اړخونه دې باور ته رسېدلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي نو له همدې امله د ترکیې کنفرانس ته هیلې ډېرې شوې دي. سرچینه کاږي نړیوالې ټولنې او ښکېلو هېوادونو ته په کار ده چې له معقولو لارو افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي او افغانان نور له دې جګړې خلاص کړي. ویل کیږي چې د ترکیې غونډه به د روانې اپرېل میاشتې په ۱۶مه پبل او د شاوخوا لسو ورځو لپاره به ادامه ولري.
































