د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره لا هم د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده. نشنل انټرسټ په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان وضعیت او طالبانو وروستي تاوتریخوالي ته اشاره کړې ده. په دې مقاله کې راځي چې طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو په لټه کې دي او په دې باور دي چې که امریکایي ځواکونه حضور ولري یا نه دوی واک ته رسېدلی شي. نشنل انټرسټ لیکي له همدې امله دمګړی د افغان حکومت د ساتلو او جګړو د مخنیوي لپاره د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده او بایډن هم پر دې ټینګار کوي چې د سرتېرو د حضور موده یې دې شپږ میاشتې نوره هم وغځول شي. سرچینه کاږي چې د امریکایي ځواکونو بېړني وتل په افغانستان کې د کورنیو او د ګاونډیو د نیابتي جګړو سبب کېدای شي.
































