د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د ښې مبارزې په موخه پاکستان ته نظامي تجهیزات ورکوي. دا چې دغه نظامي تجهیزات به څه وي، لاوروف یې په اړه څه نه دي ویلي. نوموړي دغه راز ویلي، چې روسي او پاکستاني ځواکونه به په ګډه ځمکني او بحري نظامي تطبیقات هم تر سره کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله هم خبرې کړې دي او په پاکستان کې یې د افراطي ډلو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده. نوموړي زیاته کړې چې مسکو تیار دی، له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له پاکستان سره د نظامي تجهیزاتو سربېره نورې نظامي مرستې هم وکړي.
































