د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوایي ډګر پرونی برید غندلی او ویلي یې دي چې کېدای شي دغه برید د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شي. طالبانو پرون چهار شنبه پر کندهار هوایي ډګر راکټونه توغولي وو، خو تلفات یې نه درلودل. د پنتاګون ویاند جان کربي ویلي، چې د طالبانو دغه کړنه د سولې د خبرو د زیانمنېدو لپاره ګواښ دی. نوموړي ویلي، موږ دغه برید غندو او په دې باور یو چې دغه چاره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو پرېکړه ده. امریکا ویلي، چې که څه هم د کندهار هوایي ډګر د امنیت مسوولیت افغان ځوکونو ته سپارل شوی دی، خو لا هم په دغه هوایي ډګر کې د ناټو او امریکا عسکر مېشت دي. طالبانو ددغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
































