طالبانو تېره ورځ د کندهار پر هوایي ډګر توغندویي برید کړی دی او د ځاني او مالي زیانونو اړولو ادعا یې کړې ده. سي ان ان د تېرې ورځې برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو په تېره میاشت کې دوه ځلې هغه ځایونه په نښه کړي دي چې د متحده ایالاتو نظامي پرسونل او د سي ای اې مخفي مامورین په کې اوسي. راپور کې راغلي چې طالبان په دې ډول بریدونو سره تاوان کوي ځکه چې دا ډول بریدونه به د بایډن د وتلو پلان لا پېچلی کړي. راپور کاږي، که چېرته طالبان غواړي چې امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي نو باید تاوتریخوالی کم کړي او له ورته بریدونو ډډه وکړي. د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې دا ډول بریدونه امریکایي لوري ته دا پلمه په لاس ورکوي چې خپل ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په دغه هېواد کې وساتي. راپور کې دغه راز د امریکایي سرتېرو د حضور اوږدېدو په اړه د بایډن څرګندونو په اشارې ټینګار شوی دی چې امریکایي سرتېري باید خپلې دفاع ته په کلکه تیاری ونیسي.
































