د کابل ښار اوسېدونکي ويي، چې د روژې میاشتې له را رسېدو سره سم په بازارونو كې د خوراكي توكو بيې دومره لوړې شوې، چې بېوزله خلک یې د پیرلو توان نه لري، خو سوداګر او دوكاندران بیا هڅه كوي، چې په دې مياشت كې ډېره ګټه وكړي. د خلکو په وینا چې بېوزلي او بې كارې له يوې خوا او د خوراكي توكو د بېو لوړېدل بله هغه ستونزه ده، چې د خلکو ژوند یې له سختو كړاونو سره مخامخ كړى دى. دوی وايي، سوداګر د خلکو له مجبوريته ناوړه ګټه پورته کوي او په روژې میاشت کې ورباندې توکي په ډېره لوړه بيه خرڅوي. د ښاریانو په وینا چې روژه د خیر او ثواب میاشت ده، خو ځینې سوداګر او دوکانداران پر ځای د دې چې له بېوزله خلکو سره مرسته وکړي، سربېره پر دې ورباندې خوراکي توکي هم په لوړه بیه پلوري.
































