د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ځانګړې کمېټې یې په ترکیه کې د کېدونکي ناستې په تړاو د سولې د طرحو د ارزونې او توحید چاره له پنځو ناستو وروسته بشړه کړې ده. د دغې شورا یو غړي ویلي، د طرحو د څېړلو په تړاو د کمېټې د غړو د تېرې ورځې ناسته د طرحو پر توحید او نظرونو پای ته ورسېده او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د سولې اړوند طرحې مسوده وروستۍ شي. د ملي مصالحې عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنسټیزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمي او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی دی.
































