ولسي جرګه کابل ته د پاکستان پارلمان د ریيس الوتکې ته د اجازې نه ورکولو له امله امنیتي چارواکي احضاروي. د ولسي جرګې د دارالانشا له خوا پارلماني چارو وزارت ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي دا چې د نا معلومو دلایلو له امله د پاکستان پارلماني پلاوي الوتکې ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې باید اړوند مسوولان یې په اړه وضاحت ورکړي. په دې مکتوب کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرستانو، د ملي امنیت رییس، د هوایي چلن ادارې رییس او د حامد کرزي هوایي ډګر مسوولینو څخه غوښتنه شوې، څو د ولسي جرګې د ریيس کاري دفتر ته ورشي او په دې اړه وضاحت ورکړي. په پام کې وه پرون د پاکستان د ولسي جرګې ریيس او پلاوی د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په بلنه کابل ته راشي خو د امنیتي ستونزو له امله یې د حامد کرزي هوایي ډګر کې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.
































