د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د روغتیايي لارښوونو نه رعایتول د ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کوي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سمون اداره یا اوچا په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له دې کبله اندېښنه لري چې په افغانستان کې عموماً خلک د ماسک د اغوستو او د ټولنیز واټن د ساتنې مقررات نه مراعاتوي. دې سازمان همداراز د کرونا وبا د نویو بڼو له کبله چې موارد یې په افغانستان کې موندل شوي دي هم اندېښنه ښودلې ده. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د پرونۍ ورځې تر پایه په افغانستان کې نږدې ۵۷ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي او ۲۵۱۶ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
































