د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د واک له انتقال کېدو پرته د سولې ټینګښت او اوربند ناممکن وباله. نوموړی وايي چې له اوربند پرته نوي حکومت ته د واک انتقال ممکن نه دی او نه هم دا چاره عملي ده. حکمتیار وايي، چې طالبان هم په دې شرط اوربند مني چې نوي او همه شموله حکومت ته د واک انتقال تضمین شي. د حزب اسلامي مشر د سولې په اړه د حکومت اوسنۍ طرحه د بهرنیانو د فشار نتیجه بولي او وايي، چې په دې طرحه کې هم په لوی لاس مغالطه شوې. حکمتیار وايي په دې طرحه کې د سولې پروسې د تخریب او د جنګ د دوام هڅه شوې. ګلبدین حکمتیار وايي، چې د حزب اسلامي پلویانو تر کابل وروسته په ننګرهار او هرات ولایتونو کې پراخې غونډې کړې او که د دوی غوښتنې ونه منل شي ښايي د حکومت پر وړاندې ملي پاڅون پيل شي.































