سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضربالاجل دمخه چې د مې لومړۍ نېټه ده، اعلان کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره په واشنګټن کې خبریالانو ته کړې ده. نوموړې ویلي، د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې تر اعلان دمخه څه نشي ویلي خو تمه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې د مخه یې په خپله له ولسمشر څخه واورئ. د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې په دې اړه له څو اوونیو راهیسې ډیپلوماتیکې هڅې او له طالبانو سره خبرې روانې دي. د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل هغه ضربالاجل دی چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې موافقه ورباندې وشوه. طالبان ټینګار کوي چې امریکا باید پر خپله ژمنه عمل وکړي.
































