پاکستان وایي په بېړه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړي نه دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ په خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې له افغانستان باید د امریکایي ځواکونو وتل مسوولانه وي. دده په وینا پاکستان تل د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري کړې ده او خپلې دې همکارۍ ته به ادامه ورکوي او ددې ملاتړ هم کوي چې امریکايي ځواکونه په مسوولانه توګه او شرایطو ته په کتو له افغانستان ووځي. د حفیظ په خبره که امریکايي ځواکونه په بېړنۍ او غیر مسوولانه توګه له افغان وځي نو ښايي ویجاړوونکو او ورانکاره ډلو او کسانو ته د فعالیت زمینه برابره شي او افغانستان له یوې بلې ناپایه جګړې سره مخ کړي. پاکستان دغه راز ویلي چې د افغان سولې په اړه په روانو سیمه ییزو هڅو کې هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
































