فاکس نیوز امریکایي تلویزیون په یوه راپور کې ویلي چې ډېری امریکایي وګړي له افغانستان د سرتېرو د وتلو ملاتړي دي او په دې باور دي چې امریکايي چارواکي په افغانستان کې له اوسنۍ جګړې شعاري او سیاسي استفاده کوي نو ښه به وي چې دغه سرتېري ژر تر ژره له افغانستان و ایستل شي. ددې تر څنګ په راپور کې راځي چې افغان جګړې امریکایي پوځ له بحران سره مخ کړ، د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې امریکایي عسکر په دې جګړه کې ووژل شول، ۳۲۸ زره پوځیان په یو ډول نه یو ډول له رواني ستونزو سره مخ شوي دي، د ځان وژنې شمېره د سرتېرو ترمنځ لوړه شوې ده او همدا راز د سرتېرو شاوخوا ۸۳۶۳ کورنۍ هم په یو ډول نه یو ډول ددې جګړې له امله زیانمنې شوې دي. فوکس نیوز وایي ډېری امریکایي وګړي ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د امریکايي پوځ جګړې ختمې کړل شي او ټول سرتېري بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو او امریکا د هوکړې پر بنسټ باید تر مې میاشتې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي.
































