د کندهار نوي امنیه قومندان سید شریف نن رسما خپله دنده پيل کړه. د راپورونو له مخې د کندهار ولایت پخواني امنیه قومندان تادین خان او والي روح الله خانزاده ددغه ولایت امنیتي مسوولینو ته نوی امنیه قومندان ورمعرفي کړي دی او هغه یې خپله دنده رسما پیل کړې ده. تر دې وړاندې دا دنده د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال رازق ورور تادین خان مخ ته وړله. راپورونه وايي چې تادین خان د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی. د کندهار په امنیتي اداره کې دا بدلونونه داسې مهال راځي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت د طالبانو د جګړو له امله نا امنیه شوی دی.
































