ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ترکیه کې د افغان سولې د جوړېدونکي غونډې په اړه خبرې کړي دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، یاده لیدنه نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوې او په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. بلخوا راپورونه وایي چې خلیلزاد دغه راز د ملي مصالحې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي او د سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي. د ویلو ده چې زلمی خلیلزاد په داسې مهال کابل ته راغلی دی چې ټاکل شوې روانه میاشت په ترکیه کې د افغان سولې په اړه مهم کنفرانس جوړ شي.
































