د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د ورکو شویو ۱۶ کارګرو مړي د پېښور په احسن خیل سیمه کې موندل شوي دي. دا کارګر لس کاله مخکې د کوهاټ اړوند دره ادم خیل سیمې نه تري تم شوي وو. یادو کسانو په دغه سیمه کې په یو کان کې کار کاوه چې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي او ناڅرګند ځای ته لېږدول شوي وو. دغه شپاړس کارګر د سوات له شانګله سیمې سره تړاو لري. په دوی کې پنځه د یوې کورنۍ غړي دي. د یادو کسانو خپلوانو یوازې دومره ویلي چې دوی د خپلو عزیزانو په موندل کېدو خوښ دي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بیا غوسه دي. دوی د پاکستان استخباراتي ادارې په دې ډول پېښو کې په لاس لرلو تورنوي او وایي، د دوی مبارزه د دغه راز زرګونو کورنیو لپاره پیل شوې او څو پورې چې یې پاکستاني ادارې په دې اړه ځواب ویلو ته حاضرې کړې نه وي په کرار نه کېني.
































