د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې چې یو شمېر سیاسي څېرو هم حضور درلود دواړو لوریو د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو او د استانبول ناستې په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره، خلیلزاد ویلي چې امریکا به د افغان سولې لپاره روانو هلو ځلو ته دوام ورکړي او ډاډ یې ورکړی دی چې دوی به تر سولې وروسته هم د افغانستان ملاتړ دوامداره وساتي. خلیلزاد څرګنده کړې چې د جمهوریت پلاوی باید د استانبول ناستې ته له یوې واحدې طرحې سره لاړ شي ځکه دده په وینا دا د نړیوالو غوښتنه ده. د خلیلزاد په خبره، امریکا او نړیوال د سولې پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي او زیاتوي چې ښکېل اړخونه باید له رامنځته شوي فرصت څخه پوره ګټه واخلي څو دا هېواد سراسري اوربند او تلپاتې سولې ته ورسېږي.
































