که امریکایي ځواکونو همدا اوس او په بېړنۍ توګه له افغانستان وځي نو پایله به یې سوله نه وي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیې کوفي له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه لري. د نوموړې په خبره که امریکایي ځواکونه په بېړه او اوسني وضعیت کې له افغانستان وځي نو پایله به یې سوله نه وي، بلکې یوه بله جګړه به وي او ټولې تېرې لاس ته راوړنې به له منځه یوسي. نوموړې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه ښودلې او وایي نړیواله ټولنه باید د افغان سولې او روان وضعیت په اړه هر ګام په پوره دقت پورته کړي او دغه هېواد دې بېرته د جګړو په ډګر نه بدلوي.
































