د ملي مصالحې عالي شورا وایي نن هم د سولې طرحې پر توحید کار کوي. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ یې د طرحې پر توحید کار کړی دی خو دغه طرحه لا نه ده نهايي شوې او نن یکشنبه به هم د وړاندیز شوو طرحو له منځه د یوې واحدې طرحې پر رامنځ ته کولو کار کوي. ملي مصالحې عالي شورا داسې مهال دغه خبره کوي چې خلیلزاد د ترکیې په ناسته کې له افغان حکومت د یوې واحدې طرحې د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده. د خلیلزاد په وینا نړیوال تمه لري چې افغان حکومت له یوې واحدې طرحې سره په دې غونډه کې ګډون وکړي. افغان حکومت هم وایي چې دوی به له یوه واحد دريځ د ترکیې د سولې په کنفرانس کې دفاع کوي.
































