له ایران سره پر اټومي تړون له مذاکراتو سره هممهاله د امریکا ددفاع وزیر اسراییلو ته روان دی. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دفاع د وزیر سفر ښايي د ایران له اټومي معاملې سره تړاو ولري. اسراییل د ایران د اټومي تړون مخالف هېواد دی نو له همدې امله یې تل د ټرمپ پر مټ پر ایران بندیزونه هم وضع کول او وخت ناوخت یې پر دغه هېواد د برید ګواښ هم کاوه. له دې سره جوخت امریکایي رسنیو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ به دویم ځل غیر مستقیمې خبرې هم وشي او هڅه به کېږي چې د مستقیمو خبرو لپاره زمینه برابره کړل شي.
































