په هند کې تر دې دمه سل میلیونه وګړو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوي دي. سره له دې چې په هند کې کرونا ویروس د چټکې پراختیا په حال کې دی، خو د دغه هېواد حکومت ویلي چې تر دې دمه یې سل میلیونه وګړو ته د کرونا ضد واکسین وېشلي دي او له دې وروسته ټول هغه کسان چې عمرونه یې د پنځه څلوېښتو کلونو په شاوخوا کې دي کولی شي روغتیايي مرکزونو ته ورشي او د کرونا ضد واکسین وکړي. هندي حکومت همدا راز له خپلو وګړو دا هم غوښتي چې په جدي توګه دې د کرونا د پراختیا د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې عملي کړي. بلخوا راپورونه وايي چې تېره میاشت په دغه هېواد کې شاوخوا ۹۰ زره وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي او هره ورځ د زرګونه مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول کېږي.
































