په میانمار کې د پوځ او کودتا ضد لاریون کوونکو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. د راپورونو له مخې په ګڼو ښارونو کې عام وګړي له لرګیو او نورو ابتدايي توکو په استفادې د پوځ پر وړاندې درېدلي دي خو پوځ له سپکو او درنو وسلو په استفادې د لاریون کوونکو د ځپلو او پاشلو لپاره کار اخلي. په وروستیو ساعتونو کې په بېلو ښارونو کې اتیا لاریون کوونکو د پوځ له لوري وژل شوي دي. عیني شاهدان وایي پوځ هېچا ته سړک ته د وتو اجازه نه ورکوي او هر ژوندی موجود چې پر سړک تېر راتېر شي د پوځ له لوري په نښه کېږي. پر رسنیو او انټرنېټ سخت بندیز لګېدلی دی او پوځ چا ته اجازه نه ورکوي چې له بهر سره اړیکه ټینګه کړي.
































