د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې دوی له خلیلزاد سره د ترکیې د غونډې پر اجنډا خبرې کړې دي او د دغې ناستې په اجنډا کې مهم موضوعات ټاکنې او اوربند دواړه شامل دي. نوموړي نن د کابل په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته دغه راز ویلي چې که د ترکیې په ناسته کې هوکړې ته ورسېږي، نو د هوکړې هره برخه به د افغانستان لویې جرګې ته وړاندې شي. صالح زیاته کړې چې دوی د سولې ټینګښت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي خو تر ټولو ستره اشتباه یې د پنځه زره طالبان زندانیانو خوشې کول وو چې په وینا یې د یادو پنځه زره زندانیانو له ډلې ۷۵ سلنه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی به دا تېروتنه بیا تکرار نه کړي.
































