د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې له افغان محصلینو سره په لیدنه کې له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې دی له اروپا او امریکا څخه د راغلیو نورو رهبرانو په څېر نه دی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که د ترکیې ناسته بې نتیجې پای ته ورسېږي او پر افغانانو تپل شوې جګړه دوام ومومي نو دی به خپله د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جګړه پیل کړي. دوستم ټینګار کړی دی چې دوی سوله غواړي او هیله لري چې د افغان سولې لپاره روانې هڅې مثبتې پایلې ته ورسېږي ځکه دا یوازې د ده نه بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده. دوستم دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې تر اوسه پورې د افغان سولې په تړاو ډېرې ناستې بې نتیجې پای ته رسېدلې او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته جوړه شي چې د کارپوهانو په باور دا ناسته د افغانستان د سرنوشت لپاره له پام وړ اهمیته برخمنه ده.
































