ولسمشر غني په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د مشروعیت سرچینه اساسي قانون دی او د ننګونو په وخت کې اساسي قانون ته له مراجعې پرته بله لاره نه شته او که وي هم تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي. هغه زیاته کړې چې د ده طرحه له روانې تپل شوې جګړې څخه عادلانه سولې ته تلل دي. نوموړي زیاته کړې چې که چېرته طالبان سوله غواړي نو رادې شي د لویې جرګې له لارې دې خپلې غوښتنې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي. ولسمشر غني څرګنده کړې چې سوله قرباني غواړي او په وینا یې دوی د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو مهمه ناسته تر سره شي.
































