بېزنس سټنډرډ ورځپاڼې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن کولی شي د ټرمپ په څېر خپل سرتېري په بېړه هم له افغانستان څخه وباسي خو د ورځپاڼې په باور بایډن به هیڅکله داسې کار ونه کړي. ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جین ساکي له خولې ویلي چې بایډن هڅه کوي افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي. د نوموړې په خبره، نوموړی غواړي ځان ډاډه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي. هغې زیاته کړې، بایډن په وار وار ویلي چې پر ټاکلې نیټه له افغانستان څخه د سرتېرو وتل ممکن نه دي نو څو پورې چې نوموړي ډاډ نه وي تر لاسه کړی امریکایي سرتېري به افغانستان کې پاتې وي.
































