د ملي مصالحې عالي شورا ویلي چې د دغې شورا په نننۍ ناسته کې د ترکیې کنفرانس لپاره یوه طرحه توحید شوې ده. د دغې شورا د رهبرۍ کمېټې له څو ورځو راهیسې د بېلو ګوندونو او بنسټونو له لوري پر وړاندې شویو طرحو ناستې پیل کړې وې چې بلاخره نن یې د یوې طرحې د توحید خبر ورکړی دی. د یادې شورا د معلوماتو له مخې، د سولې مسودې طرحې د توحید او ترتیب کمېټې غړیو د یو شمېر منظمو ناستو څخه وروسته د سولې طرحه توحید کړې او ددې طرحې توحید شوې بڼه یې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته سپارلې ده. د ویلو ده چې په نږدې راتلونکي کې به په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې مهمه ناسته جوړه شي.
































