سه شنبه, جون 9, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

سوله ييزه اتومي انرژي او پرمختللي هېوادونه

عبدالله لغمانی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 12, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
سوله ييزه اتومي انرژي او پرمختللي هېوادونه
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په دې وروستيو وختونو کې مالي بحرانونو او ساري ناروغيو نړیوال اقتصاد ته ډېر زيان اړولی دی. حتی پرمختللي هیوادونه لا نه شي کولی په بشپړ ډول له دې بحران څخه روغ ووځي او ور اوښتي تاوانونه جبران کړي. همدارنګه دا وضعیت د بين المللي سیاسي او ټولنیزو کړکیچونو له امله لا پسې خراب او بدتر شوی دی. د نړۍ د هېوادونو ترمنځ جهاني همکاري او همغږي تر بل هر وخت په ناسم وضعيت کې قرار لري؛ اوږدمهاله اړيکې او شراکتونه تر ډېره محکم نه پاتې کېږي. نو له ستونزو څخه د وتلو لپاره اقتصادي کارپوهان وايي چې د وضعیت د خوندي کولو لپاره هېوادونو ته اقتصادي ځان بسياينه او پر ځان متکي کېدل تر بل هر وخت ډېره زياته او مهمه اړتیا ده او د دې د تضمین يوه عمده لاره (د اتومي انرژۍ په برخه کې پرمختګ) کېدلی شي. ګټونکي به هغه هېوادونه وي چې ځواکمنه، ارزانه، پرېمانه او خپلواکه انرژي لاسته راوړي او يا د داسې انرژي توليدوونکي وي.

مخکې له دې چې اصلي موضوع ته راشو، بايد اتومي انرژي تعريف کړو او په دې وپوهېږو چې څه ډول له اتومي انرژۍ او اتومي برېښناکوټونو څخه انرژي لاس ته راځي.

د سوله يیزې اتومي ټکنالوژۍ تر ټولو پېژندل شوې څانګه د اتومي انرژۍ او یا هم د اتومي برېښنا تولید دی. اتومي انرژي د یورانیمو هستې له چاودنې څخه رامنځته کېږي. د چاودنې دې تعامل ته اتومي انشقاق ويل کېږي.

د انشقاق په ترڅ کې رامنځته شوې تودوخه په اتومي بټۍ کې اوبه تودوي او بیا دا اوبه د لوړې تودوخې له امله په بخار اوړي. دا بخار بیا د برېښنا ټربین (توربین) او ټربين بیا پخپل وار سره د برېښنا تولیدوونکی یا جرنېټر ګرځوي.

د تېلو او سکرو په مرسته مشهوره حرارتي برېښنا هم کټ مټ په همدې میکانېزم تولیدېږي، خو یوازینی توپیر یې دا دی چې اتومي بټۍ د اوبو تودولو او په بخار اړولو لپاره د اتومي انشقاق انرژي کاروي، خو حرارتي برېښنا بیا د اوبو تودولو او په بخار اړولو لپاره له تېلو او سکرو څخه کار اخلي.

د اتومي بټۍ امنیتي او مصوونیتي تدابیر د حرارتي هغې په پرتله ځکه ډېر زیات دي، چې اتومي بټۍ د پلوټونیمو په شان نور راډیو اکټیف پاتې شوني لري او دا چاره چاپیریال او وګړو ته ډېر روغتیايي خطرونه را منځته کولای شي.

یورانیم په طبیعت کې بېلابېل ډولونه یا بېلابېل ایزوټوپونه لري، چې یوازې یورانیم ۲۳۵ یې د انشقاق او اتومي انرژۍ د تولید وړتیا لري. په طبیعت کې د ټولو شته یورانیمو له منځه یوازې صفر اعشاره اووه سلنه یې یورانیم ۲۳۵ دي.

د اتومي انرژۍ په برخه کې د نړۍ ټول پرمختللي هېوادونه هڅه کوي، چې د فوسيلي انرژۍ پر ځای اتومي انرژي ته وده ورکړي، د اتومي انرژۍ بټۍ جوړې کړې او ځانونه پر دې انرژۍ باندې متکي کړي او همدارنګه یې د خپلو شرکتونو او ساينسپوهانو په مرسته په نورو هغو هېوادونو کې چې  غواړي د اتومي انرژۍ په برخه کې خپلې اړتياوې رفع کړي او يا په دې برخه کې ستونزې او اړتياوې لري، د پيسو په مقابل کې اتومي برېښناکوټونه او اتومي بټۍ  ورته جوړ کړي .

اتومي انرژي له هرې بلې انرژۍ څخه قوي، دوامداره، ډاډمنه او پاکه ده. که څه هم په دې برخه کې ځينې سياسي ستونزې شته، د بېلګې په ډول، زبرځواکونه په ځانګړي ډول امريکا د ملګرو ملتونو په اډانه کې په هغو هېوادونو چې د اتومي انرژۍ په برخه کې هڅې کوي او يا غواړي چې په خپل سر د اتومي انرژۍ په برخه کې یې کارونه پيل کړي، ستونزې ورته جوړوي، تر اقتصادي بنديزونو لاندې یې نيسي او په يو نه يو ډول د دې هېوادونو د خپل سري کار مخه نيسي. نړيوالو ته دا فکر ورکوي چې ګويا ياد هېوادونه هڅه کوي چې د اتومي وسلو د جوړولو لپاره ابتدايي لارې چارې جوړې کړي او  يا (د نړيوال امنيت لپاره د خطر) ډنډوره پسې غږوي.

له ټولو مخکې به د اتومي انرژۍ په برخه کې په مخکښو هېوادونو لکه: روسيې، امريکا، چين، جاپان، سويلي کوريا، فرانسې، کاناډا او نورو نظر واچوو او د اتومي انرژۍ په برخه کې د دوی پر هڅو، توليد او اتومي برېښناکوټونو او د اتومي انرژۍ پر بټيو به وغږېږو.

په پيل کې به د اتومي انرژۍ او اتومي برېښناکوټونو په برخه کې د روسيې پر کردار خبرې وکړو، چې په نړۍ کې په دې برخه کې يو مهم لوبغاړی دی او پر خپل هېواد سربېره یې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د هغو هېوادونو په غوښتنه د اتومي انرژۍ برېښناکوټونه جوړ کړي دي او ځينې یې لا د جوړولو په حال کې دي.

د روسیې فدراسیون سره له دې چې اوسمهال له نړيوالو  بندیزونو او  فشارونو سره مخ دی؛ خو لا هم په دې برخه کې پانګونې کوي او پر خپل هېواد سربېره په بهر کې د خپلو اتومي انرژيو پروژو ته وده ورکولو کې د نړۍ د مخکښو هېوادونو په ډله کې راځي.

روسيه د ROSATOM په نوم کمپنۍ په خپل هېواد او نړۍ کې د سوله ييزې اتومي انرژۍ او اتومي برېښناکوټونو د جوړولو او پراخولو په برخه کې فعاله کړې، چې  اوسمهال د نړۍ له پنځوسو څخه ډېر هیوادونه د ROSATOM روسیې اتومي خدمات کاروي او په اروپا کې په دې برخه کې لومړنی ستر شرکت دی. له مالي بحرانونو سره سره روسیه په بهر کې د اتومي انرژۍ کارخونو په جوړولو کې په نړۍ کې لومړی راغلې. روسي متخصصينو ۳۸ ریکټرونه (بټۍ) جوړې کړې او يا تر کار لاندې دي، چې ټولټال  ۲۸.۵GW  برېښنا توليدوي او دوه تر ټولو ستر ستر اتومي برېښناکوټونه یې د( Kursk II-1 and Kursk II-2 )  په نامه اوسمهال تر کار لاندې دي، چې په یوازې سر ۲.۳GW  برېښنا توليدوي. د روسیې اتوم يا د اتومي انرژۍ برخه د روسي شرکت د کار جغرافیه منځنی ختیځ، آسیا، د افریقا لویه وچه او اروپا پوښي.

د اتومي انرژۍ په برخه کې د روسيې خدمات د  ارزونې، نسبي ارزونې، اعتبار او مصوونیت  له پلوه په ډېره ښه درجه کې راځي او د کار د دوام له پلوه هم بيخي ښه اغېزمن دي.

نن سبا په سوله ييز ډول اتومي انرژي تر بل هر وخت د نړۍ د هېوادونو ډېره اړینه اړتيا ده، چې د انرژۍ د تر لاسه کولو لپاره بايد لاسرسی ورته ولري.

د روسیې اتوم د اتومي انرژۍ په برخه کې هغو هېوادونو ته چې دوی اتومي بټۍ ورته جوړوي، له مسلکي کسانو سره  د تجربو په شریکولو، د ځایي پرسونل په روزنه او په خپله د برېښنا د نويو تاسیساتو د عملیاتي ملاتړ په برخه کې هم کار او مشورې ورکوي او هم مسلکي پرسونل ورته روزي. د روسیې اټوم د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته  ټول هغه ماشينونه او کارخونې لومړی په خپله د روسیې فدراسیون په خاوره کې ازمويي، چې فعاليت يې ښه و او بيا یې په هغو هېوادونو کې چې له دوی یې د بټيو غوښتنه کړې، نصبوي. دوی دا کار د دې لپاره کوي چې خپل لا ډېر مشتريان پيدا کړي او په دې برخه کې له سيالو هېوادونو څخه ميدان ونيسي او دا یې د کیفیت غوره ثبوت هم دی.

د بېلګې په توګه، د روسیې اتومي شرکت يو مهم پراجيکټ  چې په ترکيه کې  یې تر کار لاندې دی، د Akkuyu Nuclear Power Plant   نومېږي، چې په  ۲۰۲۳ کال کې به د ۲۰ ميلياردو ډالرو په لګښت د روس اتوم لخوا جوړ شي او دا به د ترکيې لومړنی اتومي برېښناکوټ وي، چې د ټولو څلورو واړو واحدونو په بشپړېدو سره به ۴.۸ GW برېښنا برابروي او د اتومي انرژۍ د کار کولو عمر او ګېرنټي به یې تر ۶۰ کلونو څخه ډېره وي.

د روسیې اتومي شرکت لخوا په هند کې د Kudankulam Nuclear Power Plant  بټۍ، په ایران کې د بوشهر دوې د اتومي انرژي بټۍ، په چین کې د Tianwan  او  Xudabao اتومي بټۍ او په بنګله‌دیش کې د Rooppur اتومي برېښناکوټونه تر کار لاندې دي او پر دې سربېره  په مصر، ترکیه، ویتنام، بیلاروس او داسې نورو هېوادونو کې هم اتومي برېښناکوټونه د جوړولو په حال کې دي.

 د روس اټوم کمپنۍ د اتومي انرژۍ د بټيو د جوړولو ټول عوايد شاوخوا ۱۳۳ میلیاردو ډالرو څخه ډېر دي او د راتلونکې يوې لسيزې لپاره په نړۍ کې د اتومي بټيو د جوړولو قراردادونه يې اخيستي دي. د جاپاني اتومي برېښنا کارخونې «فوکوشیما» کې له حادثې وروسته د روسیې د اتومي انرژۍ پر کار باندې د نړۍ د هېوادونو باور ډېر شو او په دې برخه کې یې د کار له پلوه تر نورو خوندي کمپنۍ وبلله.

سره له دې چې روسيه په نوره نړۍ کې د اتومي انرژۍ د برېښناکوټونو د جوړولو په حال کې ده، خو په خپل هېواد کې یې هم د ۱۰ په شاوخوا کې د اتومي انرژۍ په برخه کې بټۍ د جوړولو په حال کې دي، چې په راتلونکو کلونو کې به یې ګټې اخيستنې ته وسپاري. شرکت یې ادعا کوي چې د نوې ټکنالوژۍ په مرسته به د راډيو اکټيو مضرو وړانګو  د کمولو اندازه هم تقريباً صفر ته راټيټه کړي.

نن سبا روسيه ډېر زيات فوکس د اتومي انرژۍ او د نړۍ په هېوادونو کې د اتومي انرژۍ د سټېشنونو په جوړولو کوي او دا یې د خپل هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ تاثير لري او له دې لارې ډېر زيات عوايد لاس ته راوړي.

په روسيه کې د شوروي له وخته د اتومي انرژۍ او اتومي برېښناکوټونو د جوړولو په برخه کې جدي کار پیل شوی و او همداسې په پوره جديت سره لا تر اوسه روان دی. روسيې د اتومي انرژۍ لومړنۍ بټۍ د دې هېواد په  اوبنينسک  ښار کې جوړه کړه، چې په ريکارډ  تېز وخت يانې يوازې ۴ کلونو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه د ايګور واسيليوويچ کورچاتوف لخوا رهبري کېدله چې نړۍ به د اتومي بم د پلار  په نامه ياداوه؛ خو په دې کار سره په تدريج سره د اتومي سوله ييزې انرژۍ د پلار په نامه وپېژندل شو.

که څه هم  د روسيې سيالان لکه فرانسه، جاپان، جنوبي کوريا او نور هېوادونه هڅه کوي چې د اتومي انرژۍ په برخه کې ورڅخه د نړۍ بازارونه ونیسي او له  هېوادونو سره دا ډول قراردادونه لاسليک کړي؛ خو تر اوسه یې یو هم نه دی بريالی شوی.

که څه هم په اروپا کې د اتومي انرژۍ په برخه کې فرانسوی شرکت lectricité de France S.A په اروپا کې لومړی او تر ټولو ستر  شرکت ګڼل کېږي؛ خو نن سبا له سخت بحران سره مخ دی، اداره يې خرابه شوې، عاید یې د سقوط په حال کې دي، د بانکونو قرضدار دی او معلومېږي چې ښه راتلونکې نه لري.

 د Orano SA په نامه شرکت چې د lectricité de France عمومي شرکت دی، په فنلېنډ هېواد کې یې د Olkiluoto Nuclear Power Plant  اتومي برېښناکوټ چې کلونه پخوا یې پيل کړی، درېیم واحد لا تر اوسه سرته نه دی رسولی.

ساختماني کار يې له ۲۰۰۵ کال راهیسې روان دی او له هغه وخت راهیسې د کار لګښت یې له ۳.۲ میلیاردو یورو څخه ۸.۵ میلیاردو یورو ته لوړ شو او په اروپا کې د اتومي انرژۍ تر ټولو اوږدمهالې اتومي بټۍ ده، چې بشپړېدو یې ډېر زيات وخت ونيو.

ستونزې یې ډېرې زياتې دي، ټيټ کيفيته تجهيزات او د مسلکي کسانو نشتون یې لوی مشکلات دي. د کار د تجربې په برخه کې دوی د نړۍ د بېلابېلو سيمو لپاره ساينسپوهان، اينجنیران او کارګران نه لري. پخواني هغه تقاعد کېږي او پر ځای یې هغسې مسلکي او تکړه کسان نه ګومارل کېږي، چې د دوی ځای ونیسي. د فنلېنډ اولکیلوټو اتومي انرژي بټۍ بايد د نوي جنرېشن رییکټر (EPR-1600)  سره تقویت شي. دا رييکټر په پراخه کچه خورا معتبر او اغیزمن رييکټر دی، چې خورا  مهم او کارنده ثابت شوی دی.

ياد شرکت په امریکا، هند، کاناډا او برېټانيا کې هم له ورته مشکلاتو او ستونزو سره مخ دی.

همدارنګه یې په ۲۰۰۷ کال کې له جاپاني کمپنۍ ميتسوبيشي Heave Industries (MHI) سره په جاپان کې پانګونه وکړه او د اتومي انرژۍ هغه بټۍ چې دوی جوړوله، د رييکټر د III + نسل څخه وه او نوم یې ATMEA -1 و. که څه هم د جوړښت له پلوه له روسي اتومي انرژۍ له بټۍ VVER-۱۲۰۰ سره یې ورته والی درلود، ډيزاين او لومړنۍ چارې یې په ۲۰۱۵ کال کې پای ته ورسېدلې، خو لا يې هم عملي کار نه دی پيل شوی او هماغسې یې نقشې د کاغذ پرمخ پرتې دي.

همدارنګه د دې فرانسوي شرکت پر وړاندې د فساد او غبن خبرې هم راپورته شوې؛ په ۲۰۱۱ کال کې د فرانسې لويې څارنوالۍ ځينې داسې اسناد وموندل، چې د ياد شرکت په اړه پکې د فساد او غلا خبرې شوې وې، چې په نايجيريا کې ترسره شوې وې او بيا يې (اريوا Areva) چې د دې اتومي شرکت لنډ نوم دی، په نورو کمپنيو وپلوره او معلومه شوه چې د Areva رييس ۱۰۰ ميلیونه ډالر فساد کړی و.

همدارنګه امريکايي شرکت Westinghouse Electric Company LLC  چې د اتومي انرژۍ د برېښناکوټونو په برخه کې فعاليت کوي، فعاليت هم چندان ښه نه دی. له ۱۹۹۹ کال راهیسې چې د دې شرکت بنسټ اېښودل شوی دی او په يو پراخ او اوږد پلان جوړ شوی و، خو کله يې چې په ۱۹۹۹ کال کې د III + نسل اتومي ريکټرونه د AP-600 په نامه د جوړولو اعلان او پراخ تبليغات یې ورته وکړل؛ خو لا تر اوسه يې د دې ډول کوم ماډل نه دی جوړ کړی. سره له دې چې له دې وروسته یې د AP-1000  لپاره هم لا تبليغات کول. په داسې حال کې چې مخکینی پلان یې لا عملي کړی نه و.

په ۲۰۰۴ کال کې امريکا د خپلو پراخو تبليغاتو او هم د سياسي او ډیپلوماټيکو فشارونو په نتيجه کې چين دې ته وهڅاوه، چې له امريکا څخه په دې برخه کې مرسته وغواړي او اتومي برېښناکوټونه ورته جوړ کړي؛ خو وروسته وروسته معلومه شوه چې د دوی د اتومي برېښناکوټونو محافظت ضعيف، ساتنه یې ستونزمنه، تجهيزات او قطعات یې کم کيفيته دي.

همدارنګه بيا امريکا هڅه وکړه چې پر هند، چک جمهوريت او بلغاريا باندې د اتومي برېښناکوټونو ځينې تجهيزات وپلوري؛ خو دا چې هغو سيمو ته مخکې له مخکې برېټانويانو سترګې خښې کړې وې، په خپل منځ کې يې په دې برخه کې يو پر بل انتقادونه پیل کړل.

په ۲۰۱۴ کال کې اوکراين چې له داخلي کشمکش او کورنيو ستونزو سره مخ و، ويې غوښتل چې  امریکا یې په هېواد کې د اتومي انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي او د اتومي انرژۍ بټۍ ورته جوړې کړي؛ خو دا چې مخکې له دې په اوکراین کې د روسيې اتومي ريکټرونو کار کاوه، دا کار د دواړو هېوادونو د اړيکو د خرابېدو لامل شو او د کارپوهانو د وينا له مخې، د امريکا دا هڅه يوه ناسمه او مشکل جوړوونکی کار و.

نن سبا د وسټينګهاوس نړيوالې پروژې په ابهام او نامعلوم حالت کې قرار لري او په ۲۰۱۷ کال کې دا کمپنۍ دېوالي شوه.

خلاصه دا چې نن سبا د دنيا په اقتصاد او سياست کې انرژي او د هغه منابع تر ټولو مهم رول لري او هغه هېوادونه چې د انرژۍ سرچينې له يو بل سره شريکوي، تر ټولو ښه ملګرتيا سره کوي او په نړۍ کې  د نړيوالو تر منځ تر بل هرڅه اقتصادي ګټې مهمې او اقتصادي ملګرتيا تر بل هرڅه ډېر رول لري او د اوږدمهالې او تلپاتې ملګرتيا فلسفه نوره نه چلېږي او هغه هېوادونه د يو بل ښه ملګري دي چې پر نورو چارو سربېره د انرژۍ په برخه کې د یو بل اړتيا ورپوره کوي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In