تازه روسیې له اوکراین سره خپلې پولې ته نږدې لا ډېر سرتېري ځای پر ځای کړي دي او په دغه هېواد کې یې د بیلتون غوښتونکو د ملاتړ خبره کړې ده. امریکا بیا ویلي چې روسیه دې له ورته اقداماتو لاس په سر شي او که خپلو فعالیتونو ته په سیمه کې ادامه ورکړي نو د امریکا له لوري به بې ځوابه پاتې نه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي که روسیه کوم اقدام وکړي نو امریکا اړ ده چې په اوکراین کې د خپلو مېشتو وګړو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي. روسیې بیا ویلي چې که اوکرایني حکومت پر بېلتونپالو برلاسی شي نو قتل عام به وکړي له همدې امله دوی اړین تدابیر نیولي دي.
































