اروپا کې د مېشتو افغانانو نړیوالې جرګې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده. ددغه جرګې په پنځمه نوبتي ناسته کې ویناوالو ټینګار کړی چې د سولې له رامنځ ته شوو فرصتونو باید استفاده وشي او د روانې جګړې د دایمي ختمولو لپاره دې زمینه برابره کړل شي. ددغه جرګې ګډونوال همدا راز ټینګار کوي چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره دې دواړه لوري سوله ییزې طرحې ولري. ددغه جرګې ویناوالو پر افغان حکومت هم غږ کړی دی چې د سولې لپاره دې د زمینې برابرولو تر څنګ ذهنیتونه هم جوړ کړي او پوره هڅه دې وکړي چې د جګړې د پای لپاره اغېزناکې لارې چارې پیدا کړل شي.
































