اسراییلو له ایران سره د نوې هوکړې د رامنځ ته کېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د اسراییلو ددفاع وزیر د امریکا ددفاع له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی غواړي ډاډه شي چې له ایران سره نوې هوکړه به په سیمه کې خطرونه نه زیاتوي او دوی ته به امنیتي ګواښونه نه جوړوي. دده په خبره دوی په هېڅ ډول د ایران له اټومي فعالیتونو سره موافق نه دي. د بایډن تر واکمنۍ وروسته دا لومړی امریکایي لوړپوړی چارواکی دی چې اسراییلو ته ځي. دا سفر داسې مهال کېږي چې اسراییلو د ایران یوه لویه بېړۍ په نښه کړې وه او دغه راز ویل کېږي چې د نطنز په اټومي تاسیساتو کې په وروستۍ شوې چاودنه کې هم د اسراییلو لاس دی.
































