د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د ملګرو ملتونو سلاکاران او نړیوال کارپوهان ګمارل شوي دي. یاد کمیسیون پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه ۱۵ نوي ګمارل شوي کسان به د روان کال په اپریل میاشت کې خپلې دندې پیل کړي. یاد کمیسیون زیاته کړې چې د یادو کسانو د ګمارنې سپارښتنه په افغانستان کې د یو این ډي پي مشر ورته کړې ده. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ټاکنو کمیسیون دغه نوي کارکوونکي د څه لپاره ګمارلي دي خو د نړیوالو هېوادونو له لوري د سولې په وړاندې شوې طرحه کې د انتقالي ادارې خبره شوې ده. د ویلو ده چې پرون د ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر له لوري په وړاندې شوې نهه مادییزه اصولنامه کې هم د انتقالي ادارې وړاندیز شوی او ویل شوي چې همدا حکومت به ټاکنو ته هم زمینه برابروي.
































