ایران د دغه هېواد په نطنز اټومي بټیو کې د شوې چاودنې پړه پر اسراییل اچولې ده او له یاد هېواد څخه یې د شوې پېښې د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې دوی به د نطنز په اټومي بټیو کې د شوې وروستۍ پېښې غچ له اسراییل څخه واخلي. نوموړي زیاته کړې، کله چې ایران د وین په مذاکراتو کې بریا خپله کړه نو له دې امله چې اسراییل د ایران پرلپسې بریالتوبونه نه شي زغملی نو په ترهګریزو کړنو لاس پورې کوي. ظریف خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به هیڅکله د شوې پېښې شا پرېنږدي او د دغه بې شرمانه عمل انتقام به خامخا له اسراییل څخه اخلي.
































