ایران وایي د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکوي. د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په تلیفوني مکالمه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. ایراني لوري ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي. اتمر هم د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې ده او په خبره یې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د پرمختګ او دایمي ثبات سبب ګرځي.
































