د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د روان کال لومړۍ میاشت د تېر کال د لومړۍ میاشتې په پرتله د ملکي وګړو لپاره خونړۍ وه. دده په خبره روان میاشت په هېواد کې د نښتو له امله ۶۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي دي. حیات همدا راز وایي چې هېواد سولې ته اړتیا لري خو د سولې له خبرو سره هممهاله طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی چې له امله یې ملکي تلفات هم لوړ شوي دي. بلخوا طالبان بیا د ملکي تلفاتو پړه پر افغان او بهرنیو ځواکونو اچوي.
































