امریکایي پوځیان وایي په درېیو اونیو کې هم له افغانستان د سرتېرو ایستل ممکن دي. د امریکایي پوځ لوی درستیز جنرال جیمز مکانویل په یوه مرکه کې ویلي که امریکايي حکومت وغواړي په درېیو اونیو کې هم له افغانستان د ټولو امریکایي عسکرو ایستل ممکن دي. دده په خبره په سیمه کې د امریکا ټول مېشت پوځي قومندانان باید هر احتمالي اقدام ته تیار وي نو له همدې امله دوی دا پلان هم لري چې د بېړنیو وتلو په صورت کې په کومو اقداماتو لاس پورې کړي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سپینې ماڼۍ ځینو چارواکو په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې د مې تر لومړۍ نېټې د امریکایي ځواکونو ایستل ناممکن دي. بلخوا رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې امریکا هڅه کوي شپږ میاشتې نور یې هم د سرتېرو حضور وغځوي او دمګړی وتلو ته تیار نه دي.
































