د ولسمشر دویم مرستیال وایي د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د ترکیې کنفرانس لپاره توحید شوې طرحه د منلو نه ده. نوموړي پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه په خپره کړې کتنه کې ویلي چې دغه طرحه یې لوستې او په هغه کې یې بې شمېره نیمګړتیاوې لیدلې دي. د دانش په وینا د یادې شورا له لوري وړاندیز شوې طرحه تر ډېره د یوه قوم، یوه ګوند او زلمي خلیلزاد لیدلوری وړاندې کوي او په هغه کې د هېواد د هېڅ بلې ډلې او ګوند نظر ته درناوی نه دی شوی. دانش زیاتوي چې په دې طرحه کې صدارتي نظام ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او په حقیقت کې هڅه شوې چې د افغانستان حکومت د دوو قومونو ترمنځ ووېشل شي او د بل هېڅ وګړي پروا نه ده ساتل شوې. د ولسمشر دویم مرستیال دغه راز وایي چې د افغانستان شرایط پارلماني یا صدارتي نظام ته نه دي تیار او ددې طرحې ارمانجن باید په دې خبره سر خلاص کړي چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته اړتیا ده، نه وېشلو او ټوټې کولو ته. هغه زیاته کړې چې د ملي مصالحې عالي شورا وړاندیز شوې طرحه باید لغوه کړل شي، له سره دې نوې طرحه جوړه شي چې هغه د افغانستان د واقعیتونو، روان وضعیت اوحساسیتونو پر بنسټ جوړه شوې وي او دلته د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.
































