د پاکستان استخباراتي اداره د بین الافغاني مذاکراتو د ماتولو په لټه کې دی. کاناډايي ديپلومات او د سیاسي مسایلو څارونکي چیریس الکساندر د استانبول په ناسته کې د طالبانو نه ګډون ته په اشارې ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای د بین الافغاني مذاکراتو د ماتولو او ناکامولو په لټه کې ده. نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې باید د پاکستان استخباراتي او نیابتي جګړه نوره پای ته ورسول شي. هغه نړیوالو ته په خطاب ویلي، یو څوک باید پیدا شي چې په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پای ته ورسوي او د مذاکراتو د ناکامولو لپاره ددغه هېواد هڅې ناکامې کړي. ددې تر څنګ ګڼو نورو سیاسي څېرو هم د استانبول د کنفرانس لپاره د طالبانو نه تیاری او په دې اړه خپاره شوي راپورونه د تاسف وړ بللي دي.
































