د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني ویلي چې افغانستان یووالي ته اړتیا لري څو د سولې پروسه مخته یوسي. قانوني زیاته کړې چې د توحید شوې طرحې په اړه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش څرګندونې هغو ګوندونو ته سپکاوی دی چې یاده طرحه یې جوړه کړې ده او له هغې یې ملاتړ کړی دی. قانوني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه به پر توحید شوې طرحه سبا هم خپلو خبرو ته دوام ورکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، داسې اوازې یې هم اورېدلې دي چې د ترکیې ناستې ته یو پلاوی ټاکل شوی دی. قانوني وایي، دا کار په هیڅ ډول د منلو نه دی او ټینګار یې کړی دی چې د ترکیې ناسته کې ګډون کوونکی پلاوی باید ټول شموله وي او د پرېکړې کولو صلاحیت ولري.
































