د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خپل ترکي سیال سره په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناستې خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې ده له خپل امریکایي سیال سره د افغان سولې په اړه ګټورې ټلفوني خبرې اترې کړې دي. اوغلو پر خپل ټویټر لیکلي، چې ده له انټوني بلینکن سره ګټورې او رغوونکې ټلفوني خبرې لرلې. نوموړي زیاته کړې چې په دې ټلفوني مکالمه کې دوی پر خپلې اجنډا، د افغان سولې پر بهیر او د افغان سولې په اړه د استانبول پر کنفرانس خبرې شوې دي. د ویلو ده چې تر اوسه د استانبول ناستې کره نیټه معلومه نه ده خو افغان دولت ویلي چې ښایي بله اوونۍ ترسره شي. په همدې حال کې طالبانو بیا پرون ویلي وو چې دوی په دغه ناسته کې ګډون ته چمتووالی نه لري.
































